اسلام آباد۔3 اکتوبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صاق سره د مصر سفير ډاكټر ايهاب عبد الحميد حسن ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكمولو عزم ښكاره كړے شو۔ د سپيكر ميډيا آفس لخوا د جاري شوي بيان له م??ې په دې موقع سپيكر په مينځني ختيز كښې په ناوړه شوې وضعه د اندېښنې څرګندونه وك??ه۔ ده په فلسطين او لبنان كښې د اسرائيلي جارحيت سخته غندنه كولو سره ووئي?? پ?? مينځني ختيز كښې سمدستي جنګ بندي د امن راوستو له ضروري ده۔ سپیکر ووئيل پاكستان مصر سره د ورورولۍ خپلو اړيكو ته زي??ت اهميت وركوي۔ د پاكستان او مصر ترمينځه د ورورولۍ اړيكې په م??هب ??و د شريك احترام په م??بوطو بنيادونو اډانه دي۔ ډاكټر ايهاب عبد الحميد حسن ووئيل مصر پاكستان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ سپیکر سردار ایاز صادق ووئيل دوه اړخيزه اړيكې له م??بوطولو له پارليماني سفارتكاري زياته مهمه ده٬ د دواړو هېوادونو د پارليمانونو ترمينځه پارليماني رابطې به د دواړو قامونو يو بل ته نزدې كولو كښې مرستيالې ثابت شي۔ ده ووئيل د پارليماني پلاويو تبادلو سره به د دواړو هېوادونو غړو ته د يو بل تجربو څخه د استفادې كولو موقعې ترلاسه شي۔ سپیکر په دې موقع خپل مصري همڅنګ ته د پاكستان دورې كولو بلنه هم ورك??ه۔ د مصر سفیر دوه اړخيزه اړيكو ته لا پراختيا وركولو له د سپيكر تجويز سره اتفاق كښې ووئيل په پارليماني رابطو كښې زياتوالې دوه اړخيزه اړيكو لا پراخه كولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي
Nguồn bài viết : PT Trực Tuyến